د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په پکتیا ولایت کې د یو باب دارالایتام د بنسټ ډبره کښیښوده

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۱۵:۵۸
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د یو باب دارالایتام ډبره په داسې حال کې کښیښوده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي او دیني مراکزو د انسجام معین ښاغلي شیخ عزیزالرحمن منصور او ورسره مل په لسګونو جهادي ډلګي مشرانو یې ملتیا کوله.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یادې ولسوالي ځوان نسل د دیني او عصري علومو زده کړو ته وهڅول او د یاد دارالایتام هغه زده کوونکي چې په تېره آزموینه کې په لومړۍ درجه بریالي شوي وو، په ډالیو په ورکول یې ونازول.

همدارنګه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي او دیني مراکزو د انسجام معین ښاغلي شیخ عزیزالرحمن منصور په دې غونډه کې وویل چې په هر ولایت کې د یتیمانو لپاره د دارالایتام جوړول د ا.ا  د لومړیتونو څخه ده چې د دیني علومو د زده کړې ترڅنګ، به عصري علوم  هم پکې تدریس کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۶:۳۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د ۷۷ ترکي شرکت له رئيس سره د کجکي بند د پراختیا د اهمیت او د برېښنا تولید د زیاتوالي په هکله خبرې وکړې

۵/ ثور/ ۱۴۰۵هـ ل

۸/ذوالقعده/ ۱۴۴۷هـ ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ۷۷ ترکي شرکت له عمومي رئیس محترم سلیمان جیلیو سره وکتل او د کجکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۴۸
Background image

لغمان ولایت کې د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې بشپړې شوې

لغمان ولایت د بدیع آباد کانال د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو سره په همغږي بشپړې شوې.

دغه کانال چې ۱۲ کیلومتره اوږدوالي لري، د شاوخوا ۸۰۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۵۱
Background image

کاپیسا ولایت کې د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې پیل شوې

د خرم کانال د نو آباد څانګې د پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې د لاندنې پنجشیر – محمود راقي سیندیزې فرعي حوزې ریاست له مسؤلینو سره په همغږي پیل شوې.

نوموړی کانال چې ۲۰ کیلو متره. . .

بیرته تګ

User account menu