د اوبو او انرژي وزارت چارواکو له افغان او ایراني پانګوالو سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو د افغان او ایراني پانګوالو سره له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو لېږد په پروژه باندې د پانګونې په موخه ناسته ترسره کړه
د اوبو او انرژي وزارت یو شمېر رئیسانو د افغان او ایراني پانګوالو سره د کابل په سرینا هوټل کې له پنجشیر سیند څخه کابل ته د اوبو لېږد په پروژه باندې د پانګونې په موخه بحث او د نظر تبادله وکړه.
په یاده ناسته کې، د ځینو تخنیکي او مالي مسایلو د شریکولو ترڅنګ د روانو چارو د قانوني کولو او په راتلونکي کې د دواړو لورو په ګډه توګه د کارکولو په څرنګوالي باندې هوکړه وشوه.
