د اوبو او انرژي وزارت ګډ تخنیکي او اداري پلاوي د هرات ولایت د پاشدان بند د پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۹:۵۳
1

د اوبو او انرژي وزارت ګډ تخنیکي او اداري پلاوي د اوبو د تاسیساتو او شبکو د حفظ او مراقبت او ګټې اخیستنې رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال تر مشري لاندې چې په ترکیب کې یې اداري رئيس محترم مفتي حکمت الله جمال او د املاکو او ملکیتونو کارپوه محترم حیات الله وفا شامل دي، هرات ولایت ته سفر وکړ او د هرات ولایت د پاشدان بند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د نوموړې پروژې مسؤلینو ته یې د دغې پروژې د چارو د بشپړېدو په هکله ډاډ ورکړ.

همدارنګه، نوموړي پلاوي د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې د عمومي رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا سره وکتل او د نوموړې حوزې د اداري او تخنیکي چارو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu