د اوبو او انرژي وزیر د یونیسف له مشر او د واش برخې له مشرې سره د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د مدیریت په هکله خبرې وکړې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۵۶
1

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر، محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، په خپل کاري دفتر کې د یونیسف له مشر محترم ډاکټر تاج‌الدین او د واش برخې له مشرې آغلې فرای تونهما سره وکتل.

په دې کتنه کې، د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د مدیریت پر مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو. د یونیسف استازو په دې برخه کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ او اړوندو مسؤلینو ته یې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.

همدارنګه، دواړو لوریو د اوبو د سرچینو د اغېزمن مدیریت، ساتنې او دوامدارې استفادې پر اړتیا خبرې وکړې او د راتلونکو ګډو پروګرامونو پر عملي کولو یې موافقه څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۴۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د بند په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۰:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژې د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ل

د غزني ولایت په ګیرو ولسوالي کې د ۸ کاریزونو د ترمیم او پاک‌کاري پروژه د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت او په اندړو ولسوالي کې د ۵ کاریزونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۳
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریز د چکډيمونو د پروژو چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ ل

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریز د چکډیمونو د پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت له. . .

بیرته تګ

User account menu