د اوبو او انرژي وزیر صاحب له خپلې ژمنې سره سم د کابل پوهنتون له ممتازو زده‌کړیالانو سره د هغوی د ګومارنې په پار وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۹:۲۰
1

۱۴۴۸/۳/۱۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۱ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، نن په خپل کاري دفتر کې د وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن اخندزاده صاحب،د کابل پوهنتون د مالي او اداري مرستیال محترم مولوي اسدالله فرید او د وزارت د مرکزي رئيس صاحبانو په شتون کې د کابل پوهنتون له ممتازو زده‌کړیالانو سره چې څه مودې وړاندې د هغوی په فراغت غونډه کې ګډون کړی وو، او له هغوی سره یې په اوبو او انرژي وزارت کې د ګومارنې ژمنه کړې وه، وکتل او خبرې اترې وکړې.

په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب د یادو زده‌کړیالانو له علمي بریاوو او لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده کړه او د ځوانو او مسلکي کادرونو پر ملاتړ یې ټینګار وکړ او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې له خپلې پخوانۍ ژمنې سره سم به په اوبو او انرژي وزارت کې د هغوی د ګومارنې زمینه برابره ده.

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب له ممتازو زده‌کړیالانو سره په خبرو کې وویل چې لوستي او مسلکي ځوانان د هېواد ارزښتمنه پانګه ده او ځوانان هم باید د افغانستان د پرمختګ او ځان‌بسیاینې په برخه کې خپلي علمي وړتیاوې په کار واچوي .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

بیرته تګ

User account menu