د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال د شاه و عروس بند پروژې څخه لیدنه او د یوه کانال پاکولو پروژه یې پرانسته
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال، ښاغلي مجیب الرحمن عمر او ور سره مل د کابل سیندیزي حوزي عمومي رئیس، حبیب الرحمن حقپال او د وزارت یو شمیر تخنیکي چارواکو شکر درې ولسوالۍ ته سفر کړی او دشاه وعروس بند پروژې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال د دې سفر په جریان کې د کانالونو د پاکولو یوه پروژه چې کار د غنمو په مقابل کې د دې وزارت له خوا جوړه شوي وه، د شکر درې ولسوالۍ په کوکچین کلي کې پرانسته.
ښاغلي عمر د شاه وعروس بند پروژې څخه د څارنې په وخت کې څرګنده کړه: " د بند پاتې کارونه به ډېر ژر پيل شي".
همدارنګه د اوبو مرستیال د شاه و عروس بند د څارنې په وخت کې د وزارت تخنیکي چارواکو ته لازم هدایات ورکړل او د پروژې پاتې کارونو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.
د یادولو وړده چې د شاه و عروس بند پروژې په بشپړیدو سره به 3500 هکتاره ځمکه خړوبه او 1.2 میګاواټه برېښنا به تولید شي.
