د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې او د FAO سازمان استازي ګډه ناسته

mew-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۹ - ۷:۵۴
123

 

د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئیس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست انجینر خان محمد تکل، د دغه ادارې تخنیکي مرستیال انجینر احمد ويس بصیري او د ملګرو ملتونو، د کرنې او خوړو برخې(FAO) استازي راجندرا اریال تر منځ ګډه ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې پروژو، د زرغون اقلیم(GCF)، د FAO سازمان د تخنیکي مرستو او هغه پروژې چې د جايکا له لوري په کابل، کاپيسا، بامیان ولایتونو کې پلي کيږي خبرې وشوې.

د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئیس د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان له دومداره مرستو څخه د مننې تر څنګ په افغانستان کې د اوبو مديریت د ارزښت يادونه وکړه او د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې د پروژو د ملاتړ لپاره یې د دغه ادارې په نورو همکاریو ټيګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲۲
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د ۱۴۰۴ لمریز روان کال د لیندۍ له ۲۸ نېټې څخه تر ۳۰ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐  د اقلیمي بدلون منفي اغیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۱۸
Background image

د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي رئیس د آغا خان دفتر له مسؤل سره وکتل.

حافظ مولوي محب‌الله عادل د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي رئیس له عبدالحفیظ مقنع سره چې په دغه ولایت کې د آغا خان د ولایتي دفتر مسؤل دی، لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د اوبو او انرژي رئیس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۷:۷
Background image

د ایکو سازمان د برېښنا منطقوي بازار د جوړولو په دویمه ناسته کې، د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د انرژي برنامو رئیس انجینر جان محمد حمزه  آنلاین ګډون او وینا وکړه.

په یاده ناسته کې چې د ایکو سازمان د غړو هېوادونو د لوړپوړو استازو په حضور کې ترسره شوه، د برېښنا سیمه ایز بازار د رامنځته کولو، تخنیکي همکاریو، د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادی یوځایوالي . . .

بیرته تګ

User account menu