د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې لوی رئیس انجنیر خان محمد تکل په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست د پانګونې اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب هم شتون درلود
جمهوري ریاست د پانګونې اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب هم شتون درلود، د زیمنس جرمني کمپنۍ سره لاسلیک شویو هوکړه لیکونو د تعقیب په موخه د ویډیویي کنفرانس له لارې جلسه ترسره کړه.
په دغه انلاین جلسه کې د زیمنس کمپنۍ سره د پانګونې په برخه کې د لاسلیک شويو هوکړه لیکونو د تطبیق او ماسټر پلان په هکله هر اړخیز بحثونه ترسره وشول او ټینګار وشو ترڅو د عملي چارو د پیل په موخه په چارو کې لازمه هماهنګي او چټکتیا رامینځته شي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره
