د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د عامه پوهاوي او همغږۍ برنامه

MEW-Media
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۹:۲۰
444

دغه برنامه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري په مشرۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمشنرې نجیبه مرام، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې مرکزي رئيسانو، د نشراتو کار کوونکو او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون یو شمېر کارشناسانو په شتون کې تر سره شوه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنبر احمد ویس بصیري دغه برنامه د ادارو په فعالیتونو او لاسته راوړنو کې روڼتیا او د خلکو خبرولو په موخه اړینه یاده کړه.

ښاغلي بصیري په خپلو خبرو کې د دغې ادارې د کړنو او فعالیتونو په برخه کې د دومداره اطلاعاتو خپرولو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه:"

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره اطلاعاتو ورکولو ته ژمنه ده او د قانون په نظر کې نیولو سره غوښتونکي سره پر وخت اطلاعات شریکوي".

په عین حال کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمشنرې اغلې نجیبه مرام د اطلاع رسونې په برخه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې له همکاري څخه مننه وکړه او په ادارو کې یې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون برنامې د هدف یادونه وکړه.

په دوام یې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون کمېسیون کارشناس جعفر ایشان زاده، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په اړه ګډونوالو ته د یو پرزنټېشن له لارې مفصل معلومات وړاندې کړل، ګډونوالو هم په نوبت سره خپلې پوښتنې او وړاندیزونه له یو بله سره شریک کړل.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu