د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د هېواد د اوبو د نقشې جوړولو په موخه ګډه ناسته وشوه.

MEW-Media
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۹:۶
22

د کلو پر کچه د هېواد د اوبو او ابریزو د نقشې جوړولو لپاره د اړونده ادارو د همغږۍ په موخه ناسته چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ او د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال عبدالتواب بالا کرزي، د کلو او پراختیا وزارت د برنامو مرستیال پوپل حبیبي، د کرنې او اوبو لګولو وزارت مسؤلینو او د اړونده ادارو رئیسانو، سلاکارانو او مسؤلینو په ګډون ناسته د یکشنبې ورځ د قوس میاشتې په ۲۳ نېټه د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې وشوه.

په دغه جلسه کې د کلو پر کچه د اوبو او ابریزو د نقسې جوړولو، غني کولو او د اړونده ادارو د همغږۍ او د چارو ښه تر سره کولو په موخه خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د هېواد د اوبو معلوماتو راټولو په اړه د دغې ادارې کړنو او فعالیتونو ته په اشارې وویل: "د هېواد د اوبو او ابریزو یوې جامع نقشې جوړولو لپاره د اړونده ادارو ګډې همکاري ته اړتیا ده."

همدارنګه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ټينګار وکړ، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي آسانتیا په موخه باید د هېواد د اوبو او ابریزو نقشه د کلو پر ځای د سندیزو لویو او فرعي حوزو پر اساس جوړه شي.

په عین حال کې د لوړو زده کړو، د کلو او پراختیا او کرهڼې وزارتونو مرستیالانو د موضوع په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او د اوبو نقشې د غني کولو لپاره یې د هر اړخیزې مرستې ژمنه وکړه.

په پای کې پرېکړه پر دې وشوه چې د علومو تحقیقاتي مرکز په ګډون دې د اړونده ادارو يو ګډ تخنیکي ټيم جوړ شي او د اوبو نقشې په پراختیا او غني کولو دې کار وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu