د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د افغانستان بريښنا شرکت تر منځ ګډه ناسته
د هېواد د بريښنا د تولید د پروژو په اړه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست انجینر خان محمد تکل، د افغانستان بريښنا شرکت رئيس احمد داود نورزي او د دواړو ادارو يو شمېر رئيسانو تر منځ د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د همغږۍ غونډه وشوه.
په دغه ناسته کې د هېواد د سیندونو د بريښنا د توليد د ارزښت معلومول، د دواړو ادارو تر منځ همغږۍاو د پروژو په لومړیتوبونو خبرې وشوې.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس د بريښنا شرکت څخه وغوښتل تر څو د بريښنا د تولید د پروژو په پلي کې له دغه ادارې سره مرسته او همغږي وکړي.
د يادونې وړ ده چې دواړو لورو هوکړه وکړه چې د دواړو ادارو تخنیکی ټیم به ډیر ژر د بريښنا د تولید د پوتنشیل میزان معلومولو، د پروژو لومړیتوبونه او د بريښنا د تولید کوچني، متوسط او لویو بندونو په جوړولو کار وکړي.
