د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د ریاستونو د ۱۴۰۰ مالي کال پلان د توحید په اړه د همغږۍ جلسه تر سره شوه.
دغه جلسه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په رهبرۍ او د دغې ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري او ټولو مرکزي رئیسانو په شتون کې د جدي ۱۱ د پنج شنبې په ورځ تر سره شوه.
په دغې جلسه کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې مرکزي رئیسانو د ۱۴۰۰ کال مالي پلان طرحه د نهايي کولو په موخه د ادارې رهبري سره شریکه کړه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په دغې جلسه کې د ۱۴۰۰ کال مالي پلان د غوره تطبیق په موخه وویل:" د پلان، پالیسي او نظارت عمومي ریاست دې د دفتر ریاست سره په همغږي يو ځانګړی طرزالعمل جوړ کړي چې له مخې یې په هره میاشت کې د هر ریاست فعالیتونه په مشخص ډول مطالعه او بررسي شي."
ښاغلي تکل د څارنې او ارزونې ریاست ته هدایت وکړ چې په هره میاشت کې دې د هر ریاست فعالیتونه بررسي کوي او هغه دې د یو پرزنټېشن له لارې د رهبري ټولو غړو په شتون کې وړاندې کوي.
همدارنګه په دغې جلسه کې حوزو لپاره د بودیجې په تخصیص، د وسائیلو پېرل او لازمو امکاناتو باندې خبرې او د نظرونو تبادله وشوه او د ادارې رهبري لخوا اړونده رئیسانو ته لازم هدایات ورکړل شول
