د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د نوو رئيسانو پېژندنه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۹:۱۷
82

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د درې تنه نوي ټاکل شوو رئيسانو پېژندنه چې د ازادې سیالۍ د پروسې طی کولو وروسته، د جمهوري ریاست عالي مقام د دریو جلا حکمونو په بنسټ د یوې رسمې ناستې په ترڅ کې د دغه ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري لخوا نوو دندو ته ور وپېژندل شول.

په دغه ناسته کې انجنیر همت الله امین زی د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د دفتر رئيس، احمد شاه راسخ د مزار شریف د سیندیزې فرعي حوزې رئيس او محمد شایق صافی د لغمان سندیزې فرعي حوزې رئيس په توګه وپېژندل شول.

ښاغلي بصیري په ادارو کې د بدلون اصل یادونې تر څنګ د پخوانیو رئیسانو چې په یادو بستونو کې یې کار کوه قدرداني وکړه او نوو رئیسانو ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

همدارنګه د د دفتر ریاست پخواني سرپرست ښاغلي اسدالله ځيرک وویل:

"ما په تېرو څو میاشتو کې هڅه کړې چې خپله دنده، د هېواد د نافذه قوانینو، ملي مصالحو، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې پالیسي او د جناب تکل صیب په مشوره مخته يوسم.

زه ویاړ لرم چې د دغه ډول يو متخصص او مسلکي ټيم سره مې یو ځای د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې چوکاټ کې دنده تر سره کړې او مننه کوم چې تر دې مهاله له ما سره همکار ول."

د یادونې وړ ده چې ښاغلي انجنیر همت الله امین زی د اسدالله امین زي زوې چې په انجینري او اقتصاد کې دوه د لیسانس سندونه لري او د ماسټري سند یې په دولتي مدیریت کې تر لاسه کړی دی.

هغه لږ تر لږه يوولس کاله په مختلفو ادارو لکه، اطلاعات او فرهنګ وزارت، پوهنې وزارت، کابل ښاروالۍ، ترانسپورټ وزارت... کې دنده تر سره کړې.

احمد شاه راسخ د لیسانس دوره د بلخ پوهنتون په سیول انجینري کې بشپړه کړې؛ اوه کاله کاري تجربه لري چې پنځه کاله یې د بلخ سندیزې فرعي حوزې د انجینري خدمتونو د امر په بست کې دنده تر سره کړې.

محمد شایق صافی د محمد صدیق صافی زوې چې د سیول انجینري او اداره او تجارت په رشتو کې دوه سند لري؛ ماستري یې د اداره او تجارت په برخه کې د خراسان پوهنتون څخه تر لاسه کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۸
Background image

لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د تنظیم، ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د غیر قانوني را ایستلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر تر مشري لاندې د ژورو څاګانو د کېندونکو او د برمو د مالکینو په شتون کې ترسره او پکې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو، د. . .

بیرته تګ

User account menu