د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د نوو ټاکل شوو رئیسانو پېژندنه
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې درې تنه نوي ټاکل شوي رئیسان د آزادې سیالۍ د پروسې له بشپړولو وروسته د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم پر اساس د يوې رسمې غونډې په ترڅ کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس انجینر خان محمد تکل لخوا خپلو نوو دندو ته وپېژندل شول.
په دغه ناسته کې انجنیر فایزالرحمن عزیزي د اوبو سرچینو عمومي رئيس په توګه، انجنیر محمد نسیم فرزام د لاندیني هلمند (دایکندي) فرعي حوزي د رئیس په توګه او انجنیر شاه ولي خان د ګومل (پکتيکا) سندیزې فرعي حوزي د رئیس په توګه همکارانو ته و وپیژندل شول.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل نوو ټاکل شوو رئیسانو ته د مبارکۍ تر څنګ، د اوبو سکټور یو حیاتي سکټور ياد کړ او د اوبو د مدیریت مسؤلیت یې اړین او اساسي یاد کړ.
ښاغلي تکل نوو ټاکل شوو رئيسانو ته په چارو کې د بریا هیله وکړه او د خپلو دندو په تر سره کولو کې ترې د جدیت او لېوالتیا غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د اوبو سرچینو نوي ټاکل شوي عمومي رئیس ښاغلي فایزالرحمن عزیزي په تېرو دوو کلونو کې د خپلې سرپرستۍ د دورې کړنې او د دغه ریاست د فعالیتونو او کړنو یادونه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په ټول توان به خپل مسؤلیتونه مخته وړي.
د یادونې وړ ده چې انجنیر فایزالرحمن عزیزي د لیسانس سند د کابل پوهنتون د هایدرولوژي په څانګه کې او د ماسټري یې د جاپان هېواد د ریتزومیکان پوهنتون سیول ډيپارټمنټ څخه د اوبو سرچینو انجینري او مدیریت په برخه کې تر لاسه کړی دی.
هغه په هېواد کې د اوبو په برخه کې ۸ کلنه تجربه لري چې په مختلفو بستونو، د سیلاب انجنیري او هایدرولوژي، د اوبو سرچینو ارشد سلاکار، هایدرولوژي او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو سرچینو عمومي ریاست سرپرست په توګه کار کړی.
