د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د نویو ټاکل شویو رئیسانو پیژند غونډه وشوه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې درې تنه نوي رئیسان، چې د آزادي سیالۍ له لارې او د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست عالي مقام د حکم پر اساس بریالي شوي ؤ، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس انجنیر خان محمد تکل له لوري نن د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې خپلو دندو ته ور وپېژندل.
په دې غونډه کې پوهنیار غلام یحیي څرګند، د هلمند سینديزې عمومي حوزې د لوی رئیس په توګه، انجنیر عزیزالرحمن عزیز د ځمکې لاندې اوبو د رئیس په توګه او فیض الله عزیزي د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د مالي او اداري رئیس په توګه وپیژندل شول.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د پخوانیو رئیسانو د کړنو قدرداني او نوو رئيسانو ته د تبريکي تر څنګ، د اوبو سکتور یو حیاتي سکتور یاد کړ او د اوبو مدیریت یې یو مهم او اساسي مسؤلیت ياد کړ.
ښاغلي تکل د ځمکې لاندې اوبو مديریت د دغه ادارې ټولو مسؤلینو ګډ مسؤلیت ياد کړ او وې ويل "په اوسني وخت کې د ځمکې لاندې اوبو مدیريت زموږ لپاره ځانګړی ارزښت لري او پکار ده چې دغې برخې ته لا زیاته پاملرنه وشي".
همدارنګه د ځمکې لاندې اوبو نوي ټاکل شوي رئیس عزیزالرحمن عزیزي د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د خپلو کارونو په اړه یادونه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې خپل ټول توان به په کار واچوي تر څو ورسپارل شوې دنده په ښه توګه پر مخ یوسي.
د دې تر څنګ د ځمکې لاندې اوبو د ریاست پخواني سرپرست رئیس انجنیر سید ولي الله عاقلي د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د مشرتابه له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه او ويې ویل "د کارکوونکو ظرفیت لوړونې، په ۸ ولایتونو کې د تحقیقاتي څاګانو کيندل، د معلوماتو راټولولو شبکو لېږدول او زیاتول، خصوصي شرکتونو څخه د معلوماتو راټولول، د کابل ښار او نورو لویو ښارونو د اوبو مدلینګ جوړول، د مصنوعي تغذیې پروژې بشپړول او د باران اوبو را ټولولو طرحې پلي کول د سرپرستۍ په دوران کې د دغه ریاست لاسته راوړنو څخه دي".
