د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او ملي پراختيا شرکت مرستیال تر منځ ګډه ناسته

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۳ - ۸:۳۴
123

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس او ملي پراختيا شرکت مرستیال تر منځ ګډه ناسته تر سره شوه

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس انجینر خان محمد تکل او د ملي پراختیا شرکت مرستیال نجیب الله شینواري تر منځ چې د دواړو ادارو يو شمېر رئيسانو هم ګډون درلود، د اوبو دمديریت د پراختیايی پروژو په همغږۍ او د پلي کولو په موخه ګډه ناسته تر سره کړه.

په دغه ناسته کې د پکتیا ولایت د مچلغو د بند د پروژو په بشپړولو، د نیمروز ولایت د کمال خان بند د کانالونو په رغولو او د بغلان ولایت د چکډم پروژو په پلي کولو خبرې وکړې.

د يادونې وړ ده چې په دغه ناسته کې دواړو لورو د دواړو ادارو په همغږۍ او د پراختيايی پروژو پر پلي کولو ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu