د اوبو رسولو او اوبو لګولو د تنظیم ریاست نوی ټاکل شوی رئیس همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۱۷:۶
1

ښاغلي انجنیر محمد اسماعیل عمار د اوبو او انرژي وزارت د اوبو رسولو او اوبولګولو د رئيس په توګه د یوې غونډې په ترڅ کې د دفتر عمومي رئيس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز، مالي او اداري لوی رئيس ښاغلي حاجي محمدالدین نیازي، اوبو د  تنظیم عمومي رئيس ښاغلي انجنیر عبدالغفور عمري او د وزارت د یو شمېر نورو رئيسانو په شتون کې همکارانو ته ور وپېژندل شو.

په دې غونډه کې، مالي او اداري لوی رئيس ښاغلي نیازي د اسلامي نظام بریالیتوب د سترو الهي نعمتونو څخه یو نعمت یاد کړ او د هېواد د آبادۍ او د خلکو د هوساینې لپاره رښتیني هڅې ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې اوسهمال د افغانستان شریفو خلکو ته د رښتیني خدمتونو وړاندې کول زمونږ د ټولو اړین مسؤلیت دی.

همدارنګه د غونډې په دوام کې، د اوبو چارو د تنظیم عمومي رئيس ښاغلي عمري د اوبو چارو د تنظیم عمومي ریاست د کاري ساحې او د یاد ریاست د یو شمېر کړنو په هکله خبرې وکړي او د هېواد د آبادۍ په لاره کې یې په لا زیاتو هڅو باندې ټینګار وکړ.

په پای کې د اوبو او انرژي وزارت  د اوبو لګولو او اوبو رسولو نوي رئيس ښاغلي عمار په ښه توګه د دې مسؤلیت پرمخ وړلو کې همکارانو ته ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې  د مسؤلیت د ترسره کولو په برخه کې به د خپلو ټولو هڅو څخه کار واخلي.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلي انجنیر محمد اسماعیل عمار د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه د لیسانس سند لري او تر دې مخکې یې د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې د رئيس په توګه دنده ترسره کوله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۸
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې د حشر له لارې د سیمې د ځمکوالو او کروندګرو له لورې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په همغږي سره پيل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس له یو شمېر قومي مشرانو سره د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې د غوره پلي کولو په موخه وکتل

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د مرکز، ګردیز له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې د غوره پلي کولو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

د هېواد په درې شمالي ولایتونو کې د برېښنا رسولو درې پروژو چارې د نږدې څلور میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې

د برېښنا رسولو دغو پروژو پرانیست غونډه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د اوبو معین محترم مجیب. . .

بیرته تګ

User account menu