د اوبو سرچینو د پروژو د څېړنو او لابراتوار رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۲:۴۳
1

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز په یوې ناستې کې په داسې حال کې چې د اوبو سرچینو عمومي رئيس محترم نثار احمد مموزي او یو شمېر نورو رئيسانو هم ګډون درلود، محترم مجیب الرحمن حقمل د اوبو سرچینو د پروژو د څېړنو او لابراتوار د رئيس په توګه همکارانو ته ور وپېژاند.

د دفتر عمومي رئيس د ښاغلي حقمل د ور پېژندلو پر مهال،  د دغه مسؤلیت ارزښت ته په لنډ ډول نغوته(اشاره) وکړه او له رئيس او د هغه له کارمندانو څخه یې وغوښتل چې په ورسپارل شوې دنده کې له خپلو ټولو هڅو څخه کار واخلي.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلی حقمل د انجنیري په برخه کې د لیسانس سند لري او له څه باندې دوو کلونو راهیسې  د اوبو سرچینو د پروژو د څېړنو  او لابراتوار په برخه کې دنده ترسره کړې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۶:۰
Background image

د غور ولایت لعل او سرجنګل ولسوالي د تمبر ممبرټو کلي د  کوچني ذخیروي بند (چکډم) د جوړولو پروژه د انرژۍ او اوبو وزارت د انکشافي بودجې په ۳،۰۰۰،۴۵۰ دری میلیونه څلور سوه پنځوس افغانیو لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 د پروژې د ګټي سپارلو په مراسمو کې د ولایت مقام استازي، اړوند دولتي ادارو، تخنیکي ټیمونو، د سیمې مشرانو او مستفیدینو ګډون کړی و.

ویناوالو د پروژې د اقتصادي او ټولنیز ارزښت تر څنګ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۴:۱
Background image

خوست ولایت کې د پنځو کاریزونو د ترمیم او پاکاري چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د خوست د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو په دغه ولایت کې د صبریو ولسوالي او مرکز اړوند د صحرا، فقیر آباد، خیشکي ډنډې، نیک نام او چینو کاریزونو د ترمیم او پاکاري چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۰
Background image

فاریاب، سرپل،جوزجان او سمنګان ولایتونو کې یو شمېر پروژې تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شوې

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چتر لاندې د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم د شمال عمومي حوزوي ریاست تر چتر لاندې د فاریاب، سرپل او جوزجان د اوبو او انرژي ریاستونو او د پنج آمو. . .

بیرته تګ

User account menu