د اوبو سرچینو پر مدیریت باندې د اقلیم د بدلونونو د اغېزو ملي مشورتي ورکشاپ پيل شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۶:۸
1

دغه څلور ورځنی ورکشاپ چې د یونسیف موسسې په مالي ملاتړ او  د اوبو او انرژي وزارت په همکاري په لاره اچول شوی دی، پکې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د کلیو پراختیا وزارت معین محترم مفتي سید احمد مستقیم، په افغانستان کې د یونسیف استازي محترم فران ایکویزا، د واش ( اوبو او روغتیا ساتنې) برنامې مسؤل محترم ډومینیک پورتیود،  د اوبو او انرژي وزارت رئيسانو او مسؤلینو، د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو او د پوهنتونونو استادانو ګډون درلود.

د یونسیف د اوبو او روغتیا ساتنې مسؤل ښاغلی ډومینیک د دغه ورکشاپ د جوړولو موخه د معلوماتو شریکول، د علمي- تخنیکي تجربو تبادله  او په افغانستان کې د اوبو د مدیریت او د اقلیم د بدلونونو د اغېزو د کمولو لپاره د شونو حل لارو موندل وبلل او همدارنګه په افغانستان کې د یونسیف استازي ښاغلي فران هم دغه ورکشاپ د ګډو همکاریو په لار کې د همغږي لپاره ګټور او ارښتناک وباله.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده په هېواد کې د اوبو سکتور وضعیت ته په نغوتې(اشارې) سره وویل، په افغانستان کې د اوبو مدیریت هر اړخیزې همکاري ته اړتیا لري او له همدې کبله مونږ له ټولو ملي، نړیوالو او له هغو هېوادونو څخه چې د اقلیم د بدلونونو د اغېزو پر وړاندې یې مبارزه په بریاليتوب سره پای ته رسولې غوښتنه کوو چې د اوبیزو سرچینو په مدیریت کې له مونږ سره مرسته وکړي.

همدغه راز، د کلیو پراختیا وزارت معین د افغانستان په کلیو کې د اوبو د کمښت وضعیت کړکیچن وباله او په دې برخه کې یې له نړیوالو بنسټونو څخه د همکاري غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سمینار په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت او نورو بنسټونو تخنیکي مسؤلینو د اوبو سرچینو د وضعیت، ننګونو او شونو حل لارو په هکله بشپړ پرزنټیشنونه وړاندې کړل او همدارنګه د نوموړو موضوعاتو په اړه په ډله ایزه توګه د ګډونوالو ترمنځ بحث او د اندونو تبادله وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د پروان عمومي کانال د پروژې ۱۹ کیلومتره پاکاري د نږدې ۵ سوه زره افغانيو په لګښت بشپړه شوه

د پروان عمومي کانال د پروژې ۱۹ کیلومتره پاکاري د ۴۹۲ زره او ۲۰۰ افغانیو په لګښت د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر څارنې لاندې او د دغه ریاست د ماشینري په واسطه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۰:۱
Background image

لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي او د کانالونو د پاکاري په هکله ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده تر مشري لاندې د دغه ریاست د تخنیکي ټیم او د حسن کانال د مشترکینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۱۷
Background image

د ۱۴۰۴ هـ ل کال په بهیر کې په خوست ولایت کې د اوبو په برخه کې بېلابېلې پروژې د څه باندې ۷۴ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شوې دي

د ۱۴۰۴ هـ ل کال په بهیر کې په خوست ولایت کې د څه باندې ۷۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو په برخه کې بېلابېلې پروژې چې سربندونه، استنادي دېوالونه، کانالونه، مراقبتي پروژې او د اوبو رسونې. . .

بیرته تګ

User account menu