د اوبو لګولو د بیارغونې او پراختیا دریم ملي ورکشاپ د اوبو او انرژۍ وزارت کی پیل شو

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۲ - ۱۰:۵
اخبار

دا ورکشاپ د IRDP پروژې لپاره د تیرو فعالیتونو او د راتلونکو پلان  د بیاکتنې په موښه د انرژي او اوبو وزارت او نړیوال بانک په تالار کښی د دری ورځو لپاره دوام لري.

ټاکل شوې ده چې د دغه ورکشاپ په اوږدو کې د IRDP پروژې تېرې کړنې او راتلونکی پلان د ۳ ورځو لپاره په اوبو او انرژۍ وزارت او نړیوال بانک کې وارزول شي.

په  پیل کې، انجینر سید شریف شبیر دFAO  ارشد انجینیر او  همغږي کونکي، میلمنو او همکارانو ته ښه راغلاست وویل  او د ورکشاپ  د سمبالتیا د څرنګوالي په اړه یې عمومي معلومات وړاندې کړل.  نوموړي  زیاته کړه: "نن د IRDP د پروژې د مشرتابه پلاوي غونډه ده، چیرې چې د کمیټې غړي به د پروژې د بریا په اړه خپل نظریاتوړاندې  کوي ".  همدارنگه د پروګرام د راتلونکو دریو ورځو د کړنو په هکله یې مفصل معلومات وړاندې کړل.

په عیني وخت کي  وروسته د انرژۍ  او اوبو وزارت سرپرست، ښاغلي انجینر خان محمد تکل راغلو مېلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د اوبو لګولو د بیارغوني او پرختیا  پروژې له تمویل کونکو څخه یې مننه وکړه.

ښاغلي تکل د پروژې د تېرو کړنو او راتلونکي پلان د ارزولو څخه د دې ورکشاپ د موخې په توګه یادونه وکړه او زیاته یې کړه: "لکه څرنګه چې تاسې  پوهیږۍ ، د IRDP پروژه د انرژۍ  او اوبو وزارت یوه خورا ارزښتناکه پروژه ده چې د نړیوال بانک، د افغانستان د بیارغونې  وجهي  صندوق،  او د مالیې وزارت لخوا تمویلیږي  او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مرسته د اوبو لګولو د بیارغوني او پرختیا  لپاره کار کوي. په دې کې شک نشته چې نړیوال بانک په هیواد کې د اوبو سرچینو د مدیریت او پرختیا په برخه کې د پام وړ  اغیزناک رول لوبولی دی،  چې د انرژۍ او اوبو وزارت او د افغانستان خلک یې له کبله منندوی دي.

ښاغلي تکل د خلکو پر ژوند د دې پروژې د اغیز په اړه وویل: "د IRDP پروژه په هیواد کې د کرنې او د اوبو سرچینو مدیریت په پراختیا کې مهم رول لوبولی او په هیواد کې  یې د کلیوالو خلکو په ژوند ښه اغیزه کړې. ښاغلي تکل زیاته کړه: په دې وروستیو کې د افغانستان د اوبو قانون  تصویب شوی او د اوبو سرچینو مدیریت ته ډیره پاملرنه شوې دی.  له همدې وجې موږ تمه لرو چې د اوبو لګولو د بیارغونې او پراختیا په برخه کې به د نړیوال بانک ملاتړ له ځانه سره ولرو.

د غونډې  په ترڅ کې  آغلې   Mrs. Sana Kh.H.Agha Al Nimer د IRDP پروژې د نړیوال بانک ټیم لیډرې د IRDP په دریم ملي ورکشاپ کې د ګډون له امله خوښي څرګنده کړه، او ویې ویل: دا پروژه په افغانستان کې یوه له خورا مهمو او ملاتړدرلودونکو پروژو څخه ده، زه خوشحاله یم چې نن د د دې  با ارزښته غونډې  ګډونواله یم.  باید ووایم چې د IRDP پروژه د انرژۍ  او اوبو وزارت او نړیوال بانک یوه مهمه پروژه ده او د افغانستان د خلکو لپاره یې مهم رول لوبولی دی. دا ټول  د پروژو د انسجام ریاست د کارکوونکو په زیار او د FAO همکارانو په تخنیکي همکارۍ تر سره  کیږي .

اغلې ثنا د IRDP پروژې لپاره د نړیوال بانک پر ملاتړ، یو ځل بیا تاکید وکړ  او زیاته یې کړه چې موږ خوښ یو چې په افغانستان کې د اوبو لګونې د سیستمونو  د پرختیا او بیارغونې لپاره یوه مؤثره پروژه په لاره اچول شوې  ده.

وروسته ښاغلي راجیندر آریال، د ملګرو ملتونو د خوراکي او کرنې سازمان (FAO)  د IRDP پروژې د ترسره کیدنې د بریا له وجې مننه وکړه او یاده پروژه یې د افغانستان د انرژۍ  او اوبو وزارت لپاره یوه له لویو پروژو څخه وګڼله او د پروژې په بریا یې ټینګار وکړ او ویې ویل: "د دې پروژې بریا زموږټولو تر ګډو هڅو پورې  تړلې ده.

باید ووایم چې نړیوال بانک د دې پروژې د مالي ملاتړ کوونکي په توګه  ډېرې هڅې کړې او لکه څنګه چې FAO په تیرو ۱۷ کلونو کې د نړیوال بانک او د افغانستان حکومت تر څنګ د اوبو لګولو سیسټمونو د پراختیا ملاتړ کړی دی، نو موږ به دې هڅو ته دوام ورکړو او موږ د افغانستان د اوبو حالت ته په کتو سره  د لا نورو اغیزمنو کارونو ته سترګې په لاره یو.

همدارنګه انجنیر نجیب احمد شیرزاد، د پروژو د انسجام ریاست سرپرست  له ګډونوالو څخه مننه وکړه، او  د IRDP پروژې  کړنې یې له پیله تر ننه او د 2020 کال لپاره یې د دې پروژې پلان وړاندی کړ. ښاغلي شیرزاد د پروژې د اوسنيو ستونزو په اړه هم خبرې وکړې  او له لوړپوړو چارواکو  څخه  یی د لا ډېرې پاملرنې  غوښتنه وکړه.  همدارنګه ښاغلي شیرزاد د پروژې په هکله د وړاندیزونو له بیانولو سره، له نړیوال بانک څخه غوښتنه وکړه چې د یو بل کال لپاره د پروژې د غزولو په برخه کې پاملرنه وکړي.

بیا مېرمن زرلشت معصوم، د مالیې وزارت استازې  د IRDP پروژې له فعالیتونو څخه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې موږ چمتو یو چې د پروژې ستونزې هوارې او د هغې د غځیدو په برخه کې به له هېڅ ډول هڅو څخه دریغ ونکړو.  په کار ده چې د پروژې مسؤلین، د یو بل کال لپاره د پروژې د غځولو په موخه دقیق استدلال، د اوسنیو پرژو د کار وضعیت او د پروژې د غځولو د اړتیا په هکله مشخص دلایل وړاندې کړي.

په پای کې د کرنې وزارت استازي ښاغلي انجنیر حمیدالله د IRDP پروژې سره د دې وزارت پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "دا مهال ز

 

موږ هیواد د کرنې په برخه کې د پخوا په پرتله ډیر ملاتړ ته اړتیا لري چې د IRDP پروژې له لارې ترلاسه کیدی شي. موږ د نړیوال بانک او د افغانستان اسلامي دولت څخه د لا ډېر ملاتړ تمه لرو".

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د سلما بند د اوبو د خوشې کولو په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي سردار عزیزي تر مشري لاندې د دغه ریاست د تخنیکي مسؤلینو، د هریرود د مسیر ولسوالیو د استازو او د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۱۲
Background image

بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې روانې دي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي

بغلان ولایت کې د هغو کانالونو د پاکاري او ویجاړیو ته د رسېدنې چارې چې د وروستیو سېلابونو له کبله له رسوباتو څخه ډک شوي دي، د بغلان سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې روانې دي.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۶
Background image

خوست ولایت کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده

د شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په دغه ولایت کې د ۳۸ کړیو څارنیزو څاګانو څخه ارقام راټول او همدارنګه د سټيشنونو د حفظ او مراقبت ترڅنګ یې له ۲ پایو سټاف ګیچونو څخه د رسوباتو. . .

بیرته تګ

User account menu