د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې، د اوبو سکتور د رئیسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسئولینو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د ۱۴۰۲ مالي کال پلان د تطبیق د چټکتیا لپاره د اړینو چمتووالو نیولو په موخه د پروژو د لومړیتوبونو ټاکل، تر اندازې ډیرو اوبو مصرفوونکو باندې د باران اوبو د راټولولو د سیستم پلي کول او د کابل ولایت د موسهي ولسوالي څخه کابل ښار ته د څښاک اوبو د لیږد پروژې د طرحې د پلي کولو د څرنګوالي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او د یادې پروژې په هکله یو پرزینټیشن هم وړاندې شو او اړینې پریکړې وشوې.
د اوبو ښاغلي معین د یادو موضوعاتو په هکله اړونده مسئولینو ته د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
