د اوبو معینیت تخنیکي غونډه د اوبو د سپما په برخه کې د عامه پوهاوي په اړه ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۱۲:۰
1

یاده غونډه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر"آخندزاده"، د اوبو سکتور د رئیسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسئولینو په شتون کې ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د ځمکې لاندي اوبو د وضعیت، د اوبو د سپما په موخه د عامه پوهاوي او د اوبو د سرچینو څخه د بې ځایه ګټې اخیستنې د مخنیوي په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

په ورته مهال ، د اوبو د سرچینو او د تنظیم چارو مسئولینو د خپلوکړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل او د دې ترڅنګ یې د اوبو د سپما په موخه د عامه پوهاوي په برخه کې د خپلو کړنلارو په هکله هم اړین معلومات وړاندې کړل.

د اوبو ښاغلي معین د یادو مسئولینو د کړنو تر څېړلو وروسته وویل چې عام خلک د اوبو د سپما او سمې ګټې اخیستنې په برخه کي بنسټیزه ونډه لري.

ښاغلي عمر آخندزاده اړونده مسئولینو ته د اړتیا وړ لارښوونو وروسته ټینګار وکړ چې په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې د اوبو د سپما او اسراف د مخنیوي په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرام د یوې بشپړې او ځانګړې کړنلارې پر بنسټ مخ ته ولاړ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu