د اوبو معینیت د تخنیکي موضوعاتو د څېړلو په هکله د یاد معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۱ - ۱۲:۳۸
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده ترمشرې لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې دبېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې د ځمکې لاندې اوبو د ګټې اخیستونکو د قانوني کېدو، په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې لپاره د اغېزمن میکانیزم د رامنځته کولو او د یاد معینیت د ریاستونو د چارو د ښه والي او اغېزمنتیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او د چارو د چټکتیا په موخه اړین تصمیمونه ونیول شول.

د اوبو ښاغلي معین د تخنیکي چارو د غوره ترسره کولو په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړین هدایات ورکړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۳۴
Background image

د اوبو او انرژي وزير د هرات ولايت له پاشدان بند څخه ليدنه وکړه

١٣ شعبان ١٤٤٧ هـ ق مطابق ١٢ دلو ١٤٠٤ هـ ل

د اوبو او انرژي وزير محترم الحاج ملا محمد يونس آخندزاده هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د هريرود مرغاب عمومي حوزوي رٸيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د لوګر ولایت له قومي مشرانو سره په هغه ولایت کې د برېښنا انرژي پروژو د اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې

۱۳/شعبان/۱۴۴۷هـ ق

۱۴۰۴هـ ل د سلواغې ۱۲

د انرژي محترم معین الحاج ملا عبدالهادي یعقوب د خپل کار په دفتر کې د دغه معینیت د یو شمېر رئيسانو په شتون کې د لوګر ولایت له قومي مشرانو او سپین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۰:۳۴
Background image

لغمان ولایت کې د ۱۱۰ میګاواټه بادي برېښنا دستګاوو د نصبولو په موخه ځمکه تثبیت او لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي ریاست تخنیکي ټیم د لغمان د اوبو او انرژي رئیس محترم مولوي شیرجان راشدي او یو شمېر نورو اړوندو ریاستونو له مسؤلینو سره وکتل او په دغه ولایت کې د. . .

بیرته تګ

User account menu