د اوبو معینیت په اونیزه تخنیکي غونډه کې د  ۱۴۰۴ هـ ل کال د تشکیل او د دغه معینیت تر چتر لاندې د دوو ریاستونو د یو کال د کړنو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۳:۳۷
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې،  د اوبو معینیت او تر چتر لاندې ریاستونو د   ۱۴۰۴ هـ ل کال د تشکیلاتي جوړښت په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او همدارنګه د لابراتوار او د اوبو څېړنو او د اوبو د کیفیت د کنټرول ریاستونو یو کلني کړنې وړاندې شوې.

د اوبو محترم معین د نوموړو ریاستونو د کړنو او فعالیتونو تر ارزولو وروسته، د چارو د غوره ترسره کولو او هغو ریاستونو پورې د اړوندو چارو د چټکتیا په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۶:۴۵
Background image

لوګر ولایت کې د علوم آباد استنادي دېوال پروژې تخنیکي سروې ترسره شوه

د لوګر د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د محمد آغې ولسوالي د برګ کلي اړوند علوم آباد سیمه کې د استنادي دېوال پروژې تخنیکي سروې ترسره کړه.

د نوموړې استنادي دېوال پروژې په پلي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۶:۶
Background image

غزني اوبو او انرژي ریاست کې د وړتیا لوړونې ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

د غزني د اوبو او انرژي ریاست کارمندانو د علمي کچې د لوړونې په موخه شل ورځنۍ ښوونیزه برنامه چې د دغه ریاست د مسؤلینو له لوري په لاره اچول شوې وه، په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

په دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۵:۴۳
Background image

د لښکرګاه ښار او مهاجرینو ښارګوټو د اوبو رسولو شبکې د رامنځته کولو په موخه د اوبیزو سرچینو د ټاکلو لپاره جیوفزیکي څېړنې ترسره شوې

د اوبو او انرژي وزارت د ځمکې لاندې اوبو سرچینو ریاست د سروې او اکتشاف ټیم د لښکرګاه ښار او د هلمند ولایت د باباجي، واشیر او نهرسراج ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د لښکرګاه ښار د امارتي. . .

بیرته تګ

User account menu