د اوبو پر سرچینو باندې د اقلیمي  اغېزو د پوهاوي ورکولو سمینار د اوبو او انرژي وزارت د اوبومعین په شتون کې تر سره شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۹ - ۱۴:۲۸
1

دا سمینار د افغانستان د هایدرولوژي ملي کمېټې لخوا د یونسکو او آیسیسکو د دفترونو په مالي ملاتړ د عامه پوهاوي په موخه د  کابل حبیبیې لېسي کې ترسره شو، چې د ۱۷ ښوونځیو، ۶۰ ښوونکو پکي ګډون کړي وو.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر وویل، چې د دغه پروګرام د ترسره کولو موخه په افغانستان کې د اوبو د سرچینو د وضعیت په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول او د اوبو سپمولو ته د خلکو هڅول دي.

ښاغلي عمر په خپلو خبرو کې د دغه پروګرام له ټولو تنظیموونکو او د یونسکو او آیسیسکو له دفترونو څخه مننه وکړه او د اوبو پر سرچینو یې د اقلیم د بدلون اغیزو ته په اشارې سره د دغو پروګرامونو ترسره کول مهم او ګټور وبلل.

د اوبو او انرژي وزارت معین همدا راز د اوبو سپما او د اوبو د سرچینو مدیریت د ټولو افغانانو ملی او ایماني  دنده وباله او ویې ویل، د اوبو او انرژي وزارت رهبري په هیواد کې د اوبو مدیریت خپل تر ټولو مهم مسوولیت ګڼی او د دې مهم مسؤلیت په سرته رسولو کې شپه او ورځ هڅه کوي چې په عملي توګه مهم او اغېزمن ګامونه پورته کړي

د دغه سیمینار په دوام کې د اوبو د منابعو عمومي رئیس انجنیر فیض الرحمن عزیزي او د اوبو د ملي کمیټې یو شمیر نورو غړو، د حبیبیې لیسې مرستیال او د یونسکو او آیسیسکو استازو هر یو د سیمینار په موخو خبرې وکړې او د اوبو د منابعو وضعیت، په منابعو د اقلیم د بدلون اغیزې، د اوبو اهمیت او د اوبو د سپمولو او مدیریت لپاره د عامه پوهاوي د پروګرامونو په اړه بحث او پریزنټیشنونه ګډونوالو ته وړاندې کړل.

دا په داسي حال کې ده، چې پرون دا سمینار د شپږمي ښوونېزې حوزې۵۰ ښوونکو ته د۱۶ لیسو لپاره ترسره او همدارنګه ټاکل شوې ده چې سبا دا سمینار د عبدالعلي مستغني په لېسه کې ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu