د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې د مالي او اداري عمومي ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال د لومړۍ ربعې راپور ددې ادارې د رهبرۍ مقام ته وړاندې کړ.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۸:۵۷
511

د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې د مالي او اداري عمومي ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال د لومړۍ ربعې راپور ددې ادارې د رهبرۍ مقام ته وړاندې کړ.

دغه راپور په یوې رسمي جلسه کې چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ چې د دغې ادارې یو شمېر رئيسانو او مشاورینو ګډون درلود د یادې ادارې د مالي او اداري عمومي ریاست لخوا د ۱۴۰۰ مالي کال د لومړیو دریو میاشتو ربعوار راپور وړاندي شوو.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د مالي او اداري عمومي ریاست رئيس احمد حکیم رشاد لخوا د یو پرزنټېشن له لارې د دغه ریاست د یوې ربعې د فعالیتونو او لاسته راوړنو مفصل راپور وړاندې شو.

په دغه راپور کې د دغه ریاست د عمده فعالیتونو او اجراآتو په اړه او د سیسټم جوړونې په ځانګړي ډول، د پروژو د مدیریت معلوماتي سیسټم را منځته کول (PMIS)، د بشري سرچینو مدیریت معلوماتي سیسټم تطبیق (HRMIS)، د کنټرول سیسټم را منځته کول، د تحویلو نرم افزار (انوایسونه)، د اسناد جوړونې پراختیا، د قراردادونو واحد مدیریت رامنځته کول، د بشري سرچینو مؤثر مدیریت، د جنډر پياوړتیا او د مالي او اداري برخې اړونده ډير شمېر برخو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د دغه راپور ورکولو پر وخت د دغه عمومي ریاست د اجرااتو ارزش او اهمیت ته په کتو د چارو غوره اجرااتو او کارکوونکو نه د اسانتیاو را منځته کولو په موخه لازمې لارښونې وکړې.

ښاغلي تکل د یاد عمومي ریاست له کړنو قدرداني وکړه او په دې وروستیو کې چې د یاد مالي او اداري عمومي ریاست لخوا کوم تغیرات راغلي یادونه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د دې ادارې ټول عمومي ریاستونه به په نوبت سره د ١٤٠٠ مالي کال لومړۍ ربعې راپورونه د خپلو پلانونو مطابق د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ حضور ته وړاندې کوي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې چارې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د. . .

بیرته تګ

User account menu