د اوبو چارو د تنظيم په ملي اداره کې د ۱۴۰۰ مالي کال د بوديجې وسطې بيا کتنې جلسه ترسره شوه.
د اوبو چارو د تنظيم په ملي اداره کې د ۱۴۰۰ مالي کال د بوديجې وسطې بيا کتنې جلسه ترسره شوه.
دا جلسه د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې د مالي او اداري لوی رئیس ښاغلي احمد رشاد حکيم تر رهبرۍ لاندې د مالي او اداري رئيس په شمول د ټولو عمومي او فرعي سينديزو حوزو رئيسانو په ګډون د ټول هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ۱۴۰۰ مالي کال دوسطي بوديجې د بيا کتنې،د کاري مسير ټاکلو، د مشکلاتو پيژندلو او د هغو د حل لارې پيدا کول په پار را بلل شوې وه.
پدې جلسه کې د عمومي او فرعي حوزو رئيسانو د روان کال د جدي څخه تر ۱۵ ثور خپل د بوديجې مصرف راپور وړاندې کړ.
ښاغلي احمد رشاد حکيم د اوبو چارو د تنظيم ملي ادارې مالي او اداري عمومي رئيس د بوديجې د مصرف راپور او د سينديزو حوزو د پلانونو بيا کتنې ترڅنګ د چارو د غوراوي لپاره لازم لارښوونې هم وکړي.
ښاغلي حکيم په سينديزو حوزو کې د شته مشکلاتو او ننګونو د حل په موخه د عملي تګلارو وړاندې کولو ترڅنګ په مالي، اداري او تخنيکي برخه کې د چارو په غوره والي ټينګار وکړ.
د اوبو چارو د تنظيم ملي اداره
