د اوبو چارو د تنظیم عمومي رئيس د کابل ښار د وزیرکلا او زمان خان کلا له مشرانو سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۴:۱
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو چارو د تنظیم عمومي رئيس محترم محمد نعمان نثار د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال او د ځمکې لاندې اوبو سرچنیو رئيس محترم انجنیر عزیزالرحمن عزیز په شتون کې د کابل ښار د وزیرکلا او زمان خان کلا له مشرانو سره وکتل.

په دې لیدنه کې د نوموړو ساحو مشرانو د ښاري فاضلابو د ټانکرونو د تخلیې او د زمان خان کلا د فاضلابو د تصفیوي دستګاه د غیر فعالېدو په هکله چې په یادو ساحو کې د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا لامل شوی، خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سکتور له رئیسانو سره شریک کړل.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو سکتور رئيسانو د نوموړو سیمو د ستونزو د هوارولو په اړه، هغوی ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د دوی وړاندیزونو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۱۵
Background image

د اوبو او انرژي وزارت اداري ناسته د دغه وزارت د رهبري مقام تر مشري لاندې ترسره شوه

د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذی‌القعدې لومړۍ نېټه

د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د وري ۲۹ نېټه

د اوبو او انرژي وزارت اداري ناسته د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده تر مشري لاندې د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۲:۲۸
Background image

 په جلال آباد ښار او د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده

د لاندنې کابل (جلال آباد) سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په جلال آباد ښار او د ننګرهار ولایت په بهسودو او سرخ‌رود ولسوالیو کې له ۲۵ کړیو څارنیزو څاګانو څخه د روان زېږدیز کال د اپریل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

بیرته تګ

User account menu