د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او DT Global کمپنۍ (د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې همکاره کمپنۍ) د نماینده ګانو تر منځ د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۳۰ - ۱۳:۵۷
414

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او DT Global کمپنۍ (د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې همکاره کمپنۍ) د نماینده ګانو تر منځ د همغږۍ ناسته تر سره شوه.

په یاده ناسته کي چي د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو د تنظیم رئیس ښاغلي انجنیر نعیم الله سالارزی او DT Global کمپنۍ له لوري د AUWS پروژي مدير ښاغلي پاول ولسټینهولم (Paul Wolstenholme) تر منځ تر سره شوه، د دواړو ادارو یو شمیر مسؤلینو هم ګډون درلود.

په دې ناسته کي د هغه اجرائیوی سند په اړه بحث وشو کوم چي د افغانستان د ښاري اوبو او روغتیا ساتني د فعالیتونو په اړه د دخیلو ادارو دندي او مسؤلیتونه روښانه کوي.

ښاغلي نعیم الله سالارزي د نوموړي سند په اړه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې واکونه او صلاحیتونه د اوبو د چارو د تنظیم د قانون په رڼاکې ګډونوالو ته واضح کړل او ټینګار یې وکړ تر څو په هیواد کي د اوبو د چارو اړوند هر فعالیت چې د هر ارګان لخوا ترسره کیږي، د یاد قانون په اساس باید د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې سره همغږي ولري.

همدارنګه د ښاغلي سالارزي له لوري د ښاري اوبو رسولو د خدماتو د بهتروالي په موخه د دي پروګرام فعاليتونه وارزول شول او د شته ستونزو د حل په موخه یې مسؤلینو ته لازمي سپارښتني وکړې.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu