د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د انجینري خدمتونو او تاسیساتو لوی ریاست کې د پروژو اقتصادي ډیزاین څرنګوالي په اړه د همغږۍ جلسه ترسره شوه.

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۹:۳۸
555

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د انجینري خدمتونو او تاسیساتو لوی ریاست کې د پروژو اقتصادي ډیزاین څرنګوالي په اړه د همغږۍ جلسه ترسره شوه.

دا جلسه د انجنیري خدمتونو او اوبو تاسیساتو لوی رئیس انجنیر فرهاد ضیا تر رهبرۍ لاندې، د دې ادارې د ډیزاینرانو او انجنیرانو په ګډون د اقتصادي ډیزاین په اړه د ټولو تخنیکي مواردو په نظر کې نیولو سره لکه د دې ریاست کار لاندې ذخیره وي بندونو پروژو د دوام په اړه ترسره شوه.

په دې جلسه کې د انجنیري خدمتونو لوی رئیس د پروژو په ډیزاین کې د مفیدیت، دوام او محلي موادو څخه د ګټه اخستنې په اړه تاکید وکړ.

د دې ادارې ډیزاینرانو د انجنیري خدمتونو لوی رئیس له لورې بحث شوي موارد تائیدولو سره، زیاته کړه د لمړنیو معلوماتو په نشتون کې چې د څو کلونو معضلاتو په وجه چې دا وطن پکې راګیر وو، بیا هم کوشش کو ترڅو په لاس کې شته امکاناتو سره پروژې په اقتصادي ډول ډیزاین او د هر څه زیات دوام لرونکي ترسره کړو او په اینده کې هر څه چې په جلسه کې بحث شول ترې استفاده کړو.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu