د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو تاسیساتو د انجنیري خدماتو عمومي ریاست د خپلو ربعوار فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د دغې ادارې رهبرۍ ته وړاندې کړ.

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۸:۳۵
6464

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په یوې رسمي جلسه کې چې د دغې ادارې عمومي رئيسانو، مشاورینو په شتون کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو تاسیساتو او انجنیري خدماتو عمومي ریاست د فعالیتونه او لاسته راوړنې نظارت او بررسي کړې.

د اوبو تاسیساتو او انجنیري خدماتو عمومي ریاست رئيس انجنیر فرهاد ضیا د یاد ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د یو پریزنټېشن له لارې بشپړ معلومات وړاندې کړل.

په دغه راپور کې د ۱۴۰۰ کال په ۲ ربعه کې د اجرا شویو عمده فعالیتونو، ستونزو او د اوبو تاسیساتو او انجنیري خدماتو د ریاست وړاندیزو او کړنلارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د ټولو ستونزو سره سره په یاد ریاست کې له موجوده ظرفیت ګټه پورته کول د قناعت وړ بیان کړل او د چارو ښه ترسراوي لپاره غوره لارښونې ورکړې او په اجراآتو یې ټينګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې په راتلوونکو ورځو کې به د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ټول عمومي ریاستونه په نوبت سره د ۱۴۰۰ کال د دوهمې ربعې د کړنو او فعالیتونو راپور د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ مقام ته وړاندې کړي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu