د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د بشري سرچینو ریاست د "وړتیا لوړونې" په برخه کې پرزنټېشن د دغې ادارې رهبرۍ ته وړاندې کړ.

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۳:۱۴
777

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د بشري سرچینو ریاست د "وړتیا لوړونې" په برخه کې پرزنټېشن د دغې ادارې رهبرۍ ته وړاندې کړ.

د بشري سرچینو ریاست د یوې رسمي جلسې په ترڅ کې چې مشري یې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل کوله د دغې ادارې په شمال تالار کې یو شمېر رئيسانو او مشاورینو په شتون کې وړاندې کړ.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د دغه راپور د بررسي پر وخت د یاد ریاست په چوکاټ کې د فعالیتونو ارزښت او اهمیت ته په کتو د چارو غوره ترسراوي په موخه لازم هدایات ورکړل.

د یادونې وړ ده چې د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره یو له هغو ادارو څخه ده چې د خپلو کارکوونکو لپاره یې ګڼې اسانتیاوې را منځته کړي؛ دغې ادارې په تېرو دوو کلونو کې په لسکونه کارمندان د ماسټرۍ زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته استولي؛ ډير شمېر کارکوونکو ته یې په داخل د هېواد کې د ماسټرۍ برنامې نیولي؛ همدارنګه دغې ادارې د کارکوونکو لپاره یو مناسب کاري چاپېریال برابر کړی.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu