د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایتونو، مصوباتو، فرمانونو او احکامو د تعقیب کمیټې د همغږۍ اونیزه څوارلسمه جلسه ترسره شوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایتونو، مصوباتو، فرمانونو او احکامو د تعقیب کمیټې د همغږۍ اونیزه څوارلسمه جلسه ترسره شوه.
دا جلسه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري په رهبرۍ لاندې، د دې ادارې یو شمیر رئیسانواو کارمندانو په ګډون ترسه شوه.
په دې جلسه کې د مختلفو موضوعاتو په اړه چې د څو مصوبو او هدایتونو په اساس د ریاست جمهوري عالي مقام لخوا را لیږل شوي وه، د اوبو موثر مدریت، د سولر پمپ څخه په ګټه اخستنه په بادغیس ولایت کې دپیستې باغونو د خړوبونه، د سلما بند کانالونو او سربندونو مدیریت او نورو اړونده موضوعاتو په اړه تحث او د نظرونو تبادله وشو.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنکي مرستیال ښاغلي احمد ویس بصیري د مطرح شویو موضوعاتو د راپور کتنې ترڅنګ ګډونوالو ته د جمهوري ریاست عالي مقام د مصوباتو او هدایتونو د غوره اجراآتو په موخه لازمې لارښوونې وکړې. په مصوباتو او هدایتونو کې له نورو اړونده ادارو سره یې د لا زیاتې همغږۍ په اړه ټینګار وکړ.
د ابو چارو د تنظیم ملي اداره
