د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ مقام په حضور کې د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو مدیریت او د سیلابونو او وچکالۍ د مدیریت ملي پالیسۍ په اړه پرزنټیشنونه وړاندې شول.

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۸:۳۷
77

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د رهبرۍ مقام په حضور کې د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو مدیریت او د سیلابونو او وچکالۍ د مدیریت ملي پالیسۍ په اړه پرزنټیشنونه وړاندې شول.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په یوه جلسه کې د دې ادارې عمومي او مرکزي رئيسانو په حضور کې د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو مدیریت، د سیلابونو او وچکالیو د مدیریت ملي پالیسۍ تر کتنې ونیوله.

په دې پرزنټیشنونو کې ګډونوالو ته د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو مدیریت په ځانګړي ډول په کابل ښار کې او د سیلابونو او وچکالیو ملي پالیسۍ په اړه هر اړخیز معلومات د یو پرزنټېشن له لارې وړاندې شول.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي تکل د ذکر شویو پرزنټیشنونو د لا بډاینې په اړه لازم هدایت وړاندې کړه.

د یادونې وړه ده چې د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو مدیریت او د سیلابونو او وچکالیو د مدیریت طرحې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا جوړې شوې دي، چې په پام کې ده په نږدې راتلوونکې کې به د منظورۍ په خاطر د ریاست جمهوري عالی مقام سره شریکه شي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu