د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د پلان، پالیسي او نظارت عمومي ریاست فعالیتونو او لاسته راوړنو ربعوار راپور ددې ادارې د رهبرۍ مقام په شتون کې وړاندې شو.

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۸:۵۴
748

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د پلان، پالیسي او نظارت عمومي ریاست فعالیتونو او لاسته راوړنو ربعوار راپور ددې ادارې د رهبرۍ مقام په شتون کې وړاندې شو.

یاده غونډه د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې د هریرود مرغاب په تالار کې د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د یوې رسمي غونډې په جریان کې ددې ادارې لویو رئیسانو او مشاروینو په حضور کې، د پلان، پالیسي او نظارت عمومي ریاست په اډانه کې د شته ریاستونو او آمریتونو ربعوار راپور او لاسته راوړنې وڅارلې.

د پلان، پالیسي او نظارت عمومي ریاست اړوند ریاستونو (پالیسي، نظارت او انسجام) ریاستونو رئيسانو لخوا د جلا جلا پرزنټیشنونو په وړاندې کولو سره د ١٤٠٠ مالي کال د لومړۍ ربعې لاسته راوړنې او راپور په اړه مفصل توضیحات ورکړل.

د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس انجنیر خان محمد تکل د اوبو چارو تنظیم ریاست راپور د کتنې پر وخت د پلان، پالیسي، نظارت او د پروژو انسجام په برخه کې د یاد ریاست د فعالیتونو ارزښت او اهمیت ته اشاره وکړه او د هغې ریاست د چارو د لا غوراوي په خاطر یې لازمې لارښوونې وړاندې کړې.

د یادونې وړ ده چې د دې ادارې ټول عمومي ریاستونه به په نوبت سره د ١٤٠٠ مالي کال لومړۍ ربعې راپورونه د خپلو پلانونو مطابق د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ حضور ته وړاندې کوي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu