د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د چارو ښه ترسراوي او د پروژو په سروې او ډيزاین کې له نوې ټکنالوژۍ څخه د استفادې په موخه تخنیکي جلسه په هلمند سیند تالار کې ترسره شوه.

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۹:۱۷
65

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د چارو ښه ترسراوي او د پروژو په سروې او ډيزاین کې له نوې ټکنالوژۍ څخه د استفادې په موخه تخنیکي جلسه په هلمند سیند تالار کې ترسره شوه.

دغه جلسه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري چې د دغې ادارې د اوبو تاسیساتو او انجنیري خدماتو عمومي رئيس انجنیر فرهاد ضیا، د اوبو تاسیساتو د سروې او ډيزاین رئيس انجنیر روح الله محسني، د تخنیکي بورډ ارشد غړی احمد ضیا وردګ او یو شمېر انجنیرانو او متخصیصینو په شتون کې تر سره شوه.

په دغه جلسه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري د انجنیر خدماتو په ریاست او تخنیکي بورډ کې د غوره ظرفیتونو را منځته کولو څخه خوښي وښوده او چارو ښه ترسراوي په موخه یې لازم هدایات ورکړل.

همدارنګه ښاغلي بصیري د پروژو اقتصادي تحلیل تر څنګ له انجنیرانو وغوښتل تر څو د پروژو په سروې او ډيزاین کې له نوې ټکنالوژۍ څخه استفاده وکړي.

په عین حال کې د انجنیري خدماتو عمومي رئيس ښاغلي ضیا د پروژو د سروې او ډيزاین چارو د ښه ترسراوي په موخه اړینې سپارښتنې وکړې او په انجنیرانو یې ټينګار وکړ چې د کار د لا کیفیت لپاره هڅې وکړي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu