د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ د نیالګيو په کېنولو سره د نوي کال د راتلو هرکلی وکړ.

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۹ - ۹:۲۲
623

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل، تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري او د دغې ادارې یو شمېر مرکزي رئيسانو د نوي کال په را رسېدو او په هېواد کې د نیالګیو کېنولو دود خپرولو په موخه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په انګړ کې نیالګي کېنول.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس نوی کال د افغانستان خلکو ته د برکت، صمیمیت او امنیت څخه ډک کال هیله وکړه او د هېواد او چاپېریال ښکلا لپاره یې د نیالګیو کېنولو هیله وکړه.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu