د اوبو چارو د تنظیم په برخه کې د کابل سیندیزې حوزې عمومي ریاست کارمندانو ته درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۹:۵۴
1

دغه درې ورځنی ورکشاپ د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال په شتون کې د اوبو د تنظیم په برخه کې د نوموړې حوزې  د کارمندانو د وړتیا لوړولو په موخه په لاره اچول شوی دی.

دغه ورکشاپ د اوبو او انرژي وزارت د اوبو چارو د تنظیم عمومي ریاست په همکاري د نوموړې حوزې د کارمندانو لپاره د اوبو فعالیتونو د تنظیم د لا ښه مدیریت او هغه پورې اړوندو چارو د غوره اجرا په موخه په لاره اچول شوی دی.

د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس د دغه ورکشاپ په پیل کې، د دغه ورکشاپ جوړول د کارمندانو د وړتیا لوړولو په برخه کې اړین وبلل او د معلوماتو د شریکولو او مسؤلیت اخیستلو په برخه کې اړینې سپارښتنې وکړې او د دغې حوزې د کارمندانو د وړتیا لوړولو په موخه یې د نورو ورکشاپونو د جوړولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu