د بتخاک نوی سب سټېشن او له ارغندۍ څخه تر بتخاک پورې د ۲۲۰ کېلو ولټ لېږد مزي پروژه د ۲۵.۴ میلیونه آمریکایي ډالرو په ټولیز ارزښت پرانیستل شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۴:۳
1

د دغو پروژو د پرانیستې مراسم د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور، د کابل والي الحاج امین الله عبید، د انرژي معین الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي، د اسلامي امارت مشرانو، د اوبو او انرژي وزارت سلاکارانو او رئیسانو او د ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې د بتخاک سب سټېشن په ساحه کې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې د پرانیستي پرمهال د هغې ارزښت ته په اشارې سره یادونه وکړه چې دغه پروژه د ترکمنستان-افغانستان د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي د اړوندو پروژو په ټولګه کې شامله ده او د انرژي د جذب او وېش زیاته برخه له دغې سرچینې څخه چمتو کېږي.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ چې د اوبو او انرژي وزارت د دوو مهمو او حیاتي سکټورونو مسؤولیت پر غاړه لري او له نېکه مرغه په دغه برخه کې یې د کتنې وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.

په همدې حال کې د کابل والي څرګنده کړه چې د اسلامي امارت له راتګ سره تر اوسه له نېکه مرغه د هېواد په آبادۍ او پراختیا کې په ځانګړې توګه د کابل ښاریانو د برېښنا د تأمینولو په برخه کې لویې لاسته راوړنې ترلاسه شوې دي.

له بلې خوا د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار ډاکټر فاروق اعظم برېښنا د ننۍ ټولنې د اساسي اړتیاوو له جملې څخه وبلله او یادونه یې وکړه چې له نېکه مرغه د اوبو او انرژي وزارت لخوا په دغه لاره کې ملموس او ارزښتمن ګامونه اخیستل شوي.

په دوام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین مهاجر فراهي یادونه وکړه چې اسلامي امارت څرنګه چې د هېواد د آزادۍ لپاره هېڅ ډول سرښندنې ندي سپمولې، اوس مهال به د هېواد د آبادۍ او پراختیا په لاره کې هم شپه او ورځ هڅې کوي.

همدارنګه د عوفي بهرام شرکت رئیس حاجي پهلوان د دغې پروژې په پانګونې د خوښي په څرګندولو سره ټينګار وکړ چې نوموړی شرکت د انرژي په پروژو باندې د پانګونې د غځولو دوام ته ژمن دی.

د یادونې وړ ده چې دغه پروژه د اوبو او انرژي وزارت لخوا د عوفي بهرام خصوصي شرکت په پانګونې سره پلي کېږي.

د بتخاک نوي سب سټېشن د پروژې په پلي کولو سره په ټولیز ظرفیت د ۱۸۹ مېګا ولټ امپیر او له ارغندۍ سب سټېشن څخه د بتخاک تر نوي سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کېلو ولټ لېږد مزي، د ترکمنستان ۵۰۰ کېلو ولټ لین څخه د انرژي لویه برخه جذب او د کابل د خلکو د برېښنا ستونزې به تر ډېره بریده حل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵۵
Background image

مالیې وزارت کې د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د مالیې وزارت له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۰:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د ککړک عمومي کانال د تحکیماتي دېوال پروژې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي

د ننګرهار د اوبو او انرژي ریاست او د آی، او، ام ادارې تخنیکي ټیمونو په دغه ولایت کې د ککړک عمومي کانال د تحکیماتي دېوال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۹:۵۷
Background image

هرات ولایت کې د باران اوبو ۱۲ کړۍ جذبي څاګانې د تیلو ټانکونو په انګړ کې وکېندل شوې

د هرات د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو د هڅو او کوښښونو پر بنسټ، د باران اوبو جذبي څاګانو د کېندلو طرحې د پلي کولو په موخه، هرات ولایت کې د تیلو ټانکونو په انګړ کې د تیلو ټانکونو د. . .

بیرته تګ

User account menu