د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس او ورسره مل ټیم د برېښنا انرژي په برخه کې د فعالو شرکتونو د پېژندنې او د فعالیتو د ارزونې په موخه پکتیا ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۹:۳۹
1

د برېښنا مارکیټ سوداګریز رئيس محترم حاجي دولت خان حقیار او ور سره مل تخنیکي ټيم د برېښنا  انرژي په برخه کې د فعالو شرکتونو د پېژندنې ، د هغوی د فعالیتونو د ارزونې او د دغه شرکتونو د فعالیتونو د قانوني کېدو په موخه پکتیا ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي حقیار او ورسره مل ټیم په دغه سفر کې دپکتیا له مرستیال والي او د پکتیا ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا عبدالکریم فاتح سره وکتل او د پکتیا ولایت د برېښنا انرژي اوسنی وضعیت او په دې برخه کې شته فرصتونه، ننګونې او د تر کار لاندې پروژو په هکله بحث وکړ او د هغو شرکتونو لپاره چې د برېښنا انرژي چوپړتیاوې وړاندې کوي، د جواز په ترلاسه کولو باندې ټینګار وکړ.

همدارنګه، نوموړو مسؤلینو په دغه سفر کې په زرمت او څمکني ولسوالیو کې  د دوو خصوصي شرکتونو فعالیتونه و څېړل، ترڅو د  سټنډردونو څخه ډاډ تر لاسه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۰
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال د سربند پروژې رغنیزې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر مشري لاندې د ولایت مقام او د اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي ټیم د مهترلام ښار اړوند د پاچاجوی کانال د سربند پروژې د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶۳ چکډمونه د څه باندې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري ۱۶۳ چکډمونه د ۵۵۸ میلیونه، ۴۷۹ زره او ۵۷۱ افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه چکډمونه په هېواد کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له اوبو مخ په ډکېدو دی

په هېواد کې د وروستیو اروښتونو له کبله د غزني ولایت د سردې بند هم له اوبو مخ په ډکېدو دی، چې کولای شي په دغه ولایت کې د اوبو سرچینو په پیاوړتیا او کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې اړین. . .

بیرته تګ

User account menu