د بلخ پوهنتون د هایدروتخنیک انجنیري پوهنځي څه باندې ۲۰ تنو محصلینو په شمال سیندیزې حوزې کې خپلې عملي او نظري زده کړې بشپړې کړې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۹ - ۱۱:۱۶
1

د شمال سیندیزې حوزې عمومي ریاست د بلخ پوهنتون سره دخپلو مخکنیو همکاریو په دوام، دا ځل د بلخ پوهنتون د هایدروتخنیک انجنیري پوهنځي د ٢٩ تنو محصلینو په شمېر خپلې عملي ( پرکتیکی ) نظري زده کړي په جلا توګه د اوبو د چارو تنظیم او د اوبو د سرچينو آمریتونو د انجينرانو د لارښوونو په اساس په بریالیتوب سره پای ته ورسولې.

په دغه پرکتیک دوره کې،  د هایدرو تخنیک انجنیري پوهنځي محصلینو ته په افغانستان کې د سیندیزو حوزو د جوړولو د موخو ترڅنګ، په شمال کې د فرعي سیندیزو حوزو په هکله معلومات ورکړل شوه.

همدارنګه د هایدروتخنیکي ودانیو د ډیزاین او د تخنیکي چارو څخه د څارنې د میتودونو، د اوبو سرچینو د هراړخیز مدیریت لکه د هایدرولوژیکي استیشنونو شمېر، د استیشنونو د ارقامو راټولولو، په شمال حوزې کې د سیندیزو حوزو د اعظمي او اصغري د جریان مقدار، د کلني اورښت کچه او همدغه راز د اوبو چارو د تنظیم په هکله لکه د اوبو پر سر د شخړو رامنځته کیدو د ستونزو هوارول او ور څخه مخنیوی او په کانالونو کې د حقابه و د مقدار او د هایدروتخنیکي پروژ د پلي کیدو په هکله پوره معلومات ورکړل شوه.

په پاي کې نوموړو محصلینو د ریاست مقام مشرتابه او اړوندو انجنيرانو څخه د خپلو هر اړخیزو او بشپړو همکاریو په خاطر د زړه له کومې مننه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu