د بودجې د مصرف د څرنګوالي او د اوبو پراختیایي پروژو د وضعیت د پرمختګ ارزولو میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې، د اوبو سکتور د رئیسانو، مالي رئيس، د تدارکاتو رئيس او د یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
د ناستې په بهیر کې، رئيسانو او اړوندو مسؤلینو د اوبو سکتور د پروژو د چارو د سروې، ډیزاین او د وضعیت د پرمختګ په هکله معلومات وړاندې کړل او همدارنګه د پراختیایي بودجې د مصرف د څرنګوالي په هکله هم اړین معلومات وړاندې شول.
د اوبو محترم معین د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د راپورونو تر ارزولو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د پروژو د چارو د چټکیا او د بودجې د لا غوره مصرفولو په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.