د تالقان په سیندیزه فرعي حوزه کې د ګاومالي ویالې د دویمې برخې د اوبو میرانو سیستم د رسمي کولو په موخه ناسته ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۴:۳۱
1

یاده ناسته د تالقان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولانا صبغت الله قانع، د نوموړې حوزې تخنیکي ټیم او د نوموړې ویالې د اوبو ګټه اخیستونکو ګڼ شمیر استازو په شتون کې ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د اوبو میرانو سیستم د کړنلارې په هکله بشپړ معلومات وړاندې شول او وروسته، د ګاومالي ویالې د دویمې برخې د اوبولګولو چارو د تنظیم، د اوبو ضایعاتو د مخنیوي او د اوبو تاسیساتو د ساتنې په برخه کې د تالقان سیندیزې فرعي حوزې سره د همکاري په موخه د نوموړې ویالې د اوبو ګټه اخیستونکو استازو له لوري پنځه تنه د ګاومالي ویالې د دویمې برخې د اوبو میرانو سیستم د غړو په توګه وټاکل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu