د ترکمنستان - شبرغان ۵۰۰ کیلو ولټه بريښنا پروژې پرانیستنه.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۱۰:۱۵
33

د ترکمنستان - شبرغان ۵۰۰ کیلو ولټه بريښنا پروژه او د اندخوی – آقینې اورګاډي پټلۍ او نوري فایبرپروژې نن د افغانستان او ترکمنستان هیوادونو د ولسمشرانو، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رییس او د انرژۍ د خدمتونو د تنظیم ادارې سرپرست او د ترکمنستان د انرژۍ وزیر او د دواړو هیوادونو د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوه.

ولمسمشر محمد اشرف غني، د دې پروژو په پرانیست غونډه کې د افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي اړیکوپراختیا څخه خوشحالي څرګنده کړه او د ترکمنستان له ولسمشر او د هغه هیواد له خلکو څخه د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا او د لویو پروژو له پلي کیدو څخه مننه او قدرداني و کړه.

ولسمشر د ترکمنستان- شبرغان ۵۰۰ کیلو ولټه بريښنا پروژې، د آقینې- اندخوی اورګاډي پټلۍ ، نوري فایبر اونورو بنسټیزې پروژې يې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراخیتا کې اړین ګامونه وبلل.

په همدې حال کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رییس او د انرژۍ د خدمتونو د تنظیم ادارې سرپرست انجنیر خان محمد تکل د ترکمنستان- شبرغان ۵۰۰ کیلو ولټه بريښنا د دواړو هیوادونو ولسمشرانو ته مبارکي ورکړه او د ترکمنستان له حکومت او خلکو څخه یې مننه وکړه چې تل يې د انرژۍ سکټور کې له افغانستان سره هر اړخیزه همکارۍ کړي او د دې پروژې په پرانیستلو کې يې د انرژۍ په ټرانزیټ کې عملي ګامونه واخیستل.

ښاغلي تکل ،همدارنګه د آسیا پراختیایي بانک څخه مننه وکړه چې ددې پروژې بودجه يې چمتو کړې او د انرژۍ په سکټور کې د افغانستان له حکومت سره همکارۍ کوي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رییس او د انرژۍ د خدمتونو د تنظیم ادارې سرپرست وویل، دا پروژه د بريښنا سوداګرۍ په پراخولوکې مهم رول لري او زیاته یې کړه، دا پروژ به موږ د سیمي په کچه د بريښنا سوداګرۍ سره په منطقه کې وصل کړي او د امنیت په غوره والي کې به ښه والی راولي.

ښاغلي تکل زیاته کړه، دا پروژه به شمالي ولایتونو ته د بريښنا په رسولو کې مهم رول ولوبوي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رییس او د انرژۍ د خدمتونو د تنظیم ادارې سرپرست، خلکو ته ژمنه ورکړه چې د بريښنا شرکت سره به کوښښ کوې تر څو د بريښنا ستونزه په هیواد کې هواره کړي.

د ترکمستان - شبرغان ۵۰۰ کیلو ولټه بريښنا پروژې په پرانیستلو سره به د فاریاب، سرپل، جوزجان او بلخ ولایتونه د ډاډمنې بريښنا څخه برخمن شي.

د دې پروژې په بشپړیدو سره به په هیواد کې ۹ میلیونه خلک د بريښنا څخه برخمن شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu