د ترکیه هیواد خیریه بنسټ آی ها ها IHH سره د اوبو اوا انرژي وزارت سرپرست وزیر لیدنه وکړه.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۴:۵۷
۱

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د آی ها ها IHH   خیره نبسټ عمومي رئیس بولند یلدرم او د دې بنسټ یو شمیر مسؤلینو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې د آی ها ها IHH   خیره بنسټ عمومي رئیس د یتیم خانو، مدرسو او نورو عام المنفعه خدمتونو د ترسره کولو په برخه کې د خپلو فعالیتونو څخه یادونه وکړه او په افغانستان کې د اوبو مدیریت پروژو د تطبیق په برخه کې خپله علاقمندي څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر  د اوبو مدیریت په برخه کې د یاد خیریه بنسټ له علاقه مندۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، په افغانستان کې د دوامداره وچکالیو او د اقلیمي شرایطو بدلونونو په نظر کې نیولو سره د اوبو مدیریت پروژو تطبیق د اوبو او انرژي وزارت له لمړیتوبونو څخه دي او مونږ په دې برخه کې د هر ډول همکاریو رامنځته کولو قدرداني کوو.

په همدې حال د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر چې په دې جلسه کې هم ګډون درلود د  IHH  خیریه نبسټ مسؤلینوته د پروژو د تطبیق په برخه کې د موقع برابرولو  ډاډ ورکړ، او د یاد خیریه بنسټ څخه د بندونو ډیزاین او جوړونې په برخه کې د همکارۍ په اړه  ټینګار وکړ.

  په آخر کې د یاد خیره بنسټ عمومي رئیس ښاغلي بولند یلدرم د اوبو مدیریت د پروژو په برخه کې د پانګه اچونې او همکارۍ وعده وکړه دواړو لورو د دې ناستو په دوام او د همکاریو په عملي کولو کې د معلوماتو په شریکولو ټینګار وکړ.

د اوبو او انرژي وزارت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu