د ترینکوټ سیندیزې حوزې مسؤلینو  په ارزګان ولایت کې د خرما کانال د بیاجوړولو چارو څخه لیدنه وکړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۰:۴۱
1

د ترینکوټ سیندیزې حوزې رئيس، د یاد ولایت والي ښاغلي مولوي محمدعلی جان احمد او د یاد ولایت یو شمېر نورو مسؤلینو په ارزګان ولایت کې د خرکاما کانال د بیاجوړولو چارو څخه لیدنه ترسره کړه.

د ترینکوټ سیندیزې حوزې رئيس د یاد کانال د چارو څخه د لیدنې پرمهال مسؤلینو ته یې د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره لازم هدایات ورکړل.

یاد کانال کابو ۳۵ کیلومتره اوږدوالی لري، ۲۱۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبوي او تقریبا ۸۰۰۰ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.

د یاد کانال چارې د سیمې د خلکو او یو شمېر دولتي ادارو په مالي ملاتړ د ترینکوټ سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu