د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د چورې ولسوالي د پروژو څخه څارنه وکړه
د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي ملا وکیل احمد نقي او ور سره مل تخنیکي ټیم د چورې ولسوالي د کېتو او اشرف کلي د استنادي دیوال لپاره د استازو لیست ترتیب او همدارنګه د نهر کربلایي کانال د پروژې څخه څارنه وکړه.
د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس ساحوي کارمندانو ته د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره لازمې لارښوونې ور کړې.
