د جوزجان له والي سره په دغه ولایت کې د برېښنا د جواز د ورکړي پروسې او د برېښنا انرژي خدمتونو د قانون د پلي کولو  په هکله خبرې وشوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۵:۴
1

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس محترم الحاج محمد حارث زرمتي او ورسره مل ټیم د جوزجان له والي محترم قاري ګل حیدر شفق او د دغه ولایت د فرعي سیندیزې حوزې، ښاروالي، صنعت او سوداګري او د برېښنا له رئيسانو سره لیدنه وکړه او د برېښنا انرژي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست د واکونو او وظیفوي صلاحیتونو او د جواز د ورکړي پروسې او پر هغه شرکتونو باندې چې په دغه ولایت کې د برېښنا د تولید او وېش په برخه کې فعالیت کوي د برېښنا انرژي د قانون د پلي کولو په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د جوزجان والي د برېښنا انرژي د وړاندې کوونکو د قانوني کېدو په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت دکړنو هر کلی وکړ او همدارانګه په دغه ناسته کې شته رئيسانو ته د ریګولتري په هکله معلومات وړاندې شول او  په دې برخه کې د هر اړخیزې همکاري ډاډ ورکړ شو.

همدارنګه،  د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس او ورسره مل ټیم په شبرغان ښار کې د یو شمېر مارکيټونو څخه لیدنه وکړه او د دوکاندارانو د تعرفې له وضعیت څخه پوښتنه وشوه او وویل شول چې خلک د لوړې تعرفې څخه شکایت لري او د مارکيټ مالکانو ته سپارښتنه وشوه چې خپل جنراتورونه قانوني کړي او د ۱۴۰۲ کال تر پای ته رسېدو مخکې دې  د اوبو او انرژي وزارت ته مراجعه وکړي او جواز دې تر لاسه کړي، که نه قانوني چنلد به ورسره وشي.

همدارنګه د جنراتوري او سولري شبکو مالکانو ته ډاډ ورکړل شو چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري د دوی له پانګونې څخه ملاتړ کوي او د خپلو واکونو په چوکاټ کې به له دوی سره همکار و اوسي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس په کندز ولایت کې د اوبو د کمښت ستونزې له نږدې وڅېړلې

 

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د کندز ولایت دشت ارچې، خواجه غار او کلباد ولسوالیو ته د اوبو د کمښت ستونزو، د اوبو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

خوست ولایت کې د شمل پیرانو پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي

د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د لوګر ولایت د التمور کانال د اوبو ټولنې رئيس او غړي وټاکل شول

د لوګر په سیندیزه فرعي حوزه کې د التمور کانال لپاره د اوبو ټولنې د جوړېدو په موخه یوه ناسته د دغې حوزې د رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن. . .

بیرته تګ

User account menu