د جوزجان ولایت استازو او قومي مشرانو سره د پراختیايي پروژو په اړه لیدنه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس او د انرژي خدماتو د تنظیم ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل جوزجان ولایت ته د رسمي سفر، ولایتي او ولسي مسؤلینو سره د ناستو په دوام، په ولسي جرګه کې د ولس استازي، د ولایتي شورا وکیلانو، د قومي شوراګانو مشرانو او نورو مسؤلینو سره په یاد ولایت کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې اړوند پراختیاي پروژو په اړه هر اړخیز بحث وکړ.
په دغه ناسته کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي تکل د جوزجان ولایت سندیزې حوزې رئيس ته لارښوونه وکړه تر څو یو تخنیکي ټيم تنظیم او سیمې ته ولیږي چې د امو سیند پورې غاړه قرقین ولسوالۍ اړوند سیمو څېړنه او سروې وکړي او په دې اړه هر اړخیز راپور چمتو او د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې مقام سره شریک کړي چې پر وخت د هېوادوالو ستونزو ته رسیدګي وشي.
ښاغلي تکل د جوزجان ولایت ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره د هېواد پر کچه متوازنې پراختیا ته ژمنه ده، زموږ هڅه دا ده چې د مرکزونو پر ځای په لرو پرتو سیمو کار وکړو تر څو محرومو ولسونو ته د کار زمنه برابره شي او په دولت کې خپل ځانونه وګوري.
