د خوست شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې نوی تخنیکي سلاکار همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۴:۳۰
1

محترم انجنیر اخترمحمد صادق د اوبو او انرژي وزارت د لزوم دید او د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم پر بنسټ د خوست شمل- خرم د سیندیزې فرعي حوزې د نوي تخنیکي سلاکار په توګه د نوموړې حوزې د رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت په شتون کې همکارانو ته ور وپېژندل شو.

ښاغلي ثابت د نوي تخنیکي سلاکار په پېژند غونډه کې وویل چې ادلون، بدلون په ادارو کې یو اصل دی او زیاته یې کړه، چې را سپارل شوي دندې باید په اخلاص سره پرمخ یوسو او پر اطاعت باندې  یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې انجنیر اختر محمد صادق تر دې مخکې په نوموړې حوزه کې د انجنیري خدماتو د آمر په توګه دنده ترسره کوله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu